جنوبي کوريا او د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان له جمهوريت روغتون سره د ١٧٧ زره امريکايي ډالرو او ٢٥ قلمه طبي وسايلو او تجهيزاتو مرسته وکړه.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وويل، د نړيوالې ټولنې په مرسته توانېدلي چې په کليو او بانډو کې هم خلکو ته روغتيايي خدمات برابر کړي.
دغه راز په دې غونډه کې په کابل کې د جنوبي کوريا سفير رى ژاهيونګ وويل، هېواد يې ځکه له افغانستان سره مرستې کوي چې امنيتي وضعيت يې ښه نه دى.
نوموړي وويل، هڅه کوي چې د افغانستان د روغتيا او پوهنې له سکټورونو سره په بېلابېلو برخو کې نورې مرستې هم وکړي.
همدارنګه یادې غونډه ته د روغتيا نړيوال سازمان استازي ډاکټر ډيويډ وويل، په افغانستان کې بايد خلکو ته په بنسټيز ډول روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.