د تیر امریکایې اشغال او غربي ډیموکراسۍ په لمنه کې د اسي افراد ، ډلي ، احزاب یا را وارد شول او یا وروزل شول چې نه خو یې د افغانستان له جغرافیي سره کومه علاقه درلوده او نه خو هم د اسلامې ارزښت په نوم کوم شي ته د دیني ارزښت په توګه قایل و ، دوی ځیني هغه خاک وچې په کور دننه پري لسیزي د تفرقي ، قومې او سمتي تعصب ، او حتا د افغانستان د ویش لپاره پانګه اچونه شوي وه ، چې د ناټو له راتګ سره په حکومتي لوړو څوکیو وګومارل شول او ځیني نور بیا د متخریب او کاذب اپوزیسون په توګه میدان ته راوستل شول ، د دي ترڅنګ له هیواده بهر هم ځیني ډلي په همدې ویجاړونکي روحیه روزل شوي او هیواد ته د تینوکرات او روښان فکره په نوم را وستل شول او د قدرت په مهمو واکونو وګومارل شول ، دي ټولو تر شاه د امریکایې سناتورانو په ګډون نور مهم بحرني سازمانونه ولاړ .
اما د همدي ګروپونو او افرادو په دوامداره هڅو او تخریبي فعالیتونو بحرنیان په دي ونه توانیدل چې د افغانستان په نوم جغرافیه حتا یوه لویشت هم له خپلي اصلي بدني بیله کړي او نه د افغان ویشني کومه برنامه بریالۍ را ووته ، افغانان افغانان پاتي شول ، افغانستان افغانستان ، خو د افغانستان او افغانانو دوښمن داسي تاریخي مات شو چې نه يې داخلي ګوډاګیان وژغورل او نه یې خپل ځان ته نجات ور کړ ، اوس یوځل بیا هغه قسم خوړلي دوښمانان چې د افغانستان له دوښمنۍ اصلې دنده ده له بحره دافغانستان او افغانانو د کمزورې کولو په لټه کې دي ، د افغانستان بانک د شتمنۍ د نه خلاصون د غوښتني تر څنګ په کور د ننه د خلکو د اذهانو د مخشوشولو او د حکومت په وړاندي د راپورته کولو له لارې غواړي چې په افغانستان کې راغلی امن زیانمن کړې او خپلو مغرضانه اهدافو ته چې بحرنیان یې ورته ډیزاینوي ورسیږي ،
دوی ته وایو چې ۔۔
دا خاوره او دا ملت د لوی خدای په مرسته د نړۍ هیڅ قوت ترننه نه ده مات کړی او نه هم د همدي مزدور کړیو په ګډون څوک د خاوره ننګولی او تخریبولی شې ، دوی لکه تور مخ چې په ډیره وارخطایې د افغانانو له خاورې وتښتیدل بیا هم نه شي کولی چې خپلو موخو ته ورسیږی ، نو ستاسو غواړو چې نور دا ملت د نورو دجګړو میدان ته مه ورټیل وهې او د خدای له قهره او د محشر له حساب و کتاب وډارشی نور دا ځوریدلی ملت په آرام پریږدی ، کیني الله به یې نیسک او نابوده کړي
له اسلامي امارت غوښتنه کو چې په حساس وخت کې ټول هغه مغرضانه او پردیپال فعالیتونه په تښه او د ولس په مرسته یې له منځه یوسې چې ملي یوالی زیانموي او د پردیو په اشاره ناڅي