د چين، بريتانيا، استراليا، کاناډا، فينلنډ او امريکا په شمول د څه باندې ۲۰ هېوادونو د سپورټي پلاويو مقدماتي کارکوونکي د جنورۍ په ۲۳مې نېټې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د لوبغاړو ۳ کليو ته ورسيدل.
د بېلا بېلو هېوادونو د سپورټي پلاويو مقدماتي کارکوونکي به د روانې مياشتې تر ۲۷مې نېټې پورې په دغو کليو کې واوسيږي.
مقدماتي کارکوونکي تر لوبغاړو مخکې دغو کليو ته ځي او په سياليو کې د لوبغاړو د اجازې، د پلاويو د ثبت شويو غړو شمېر، ټرانسپورټي اجازې او د استوګنيزو اړتياوو د تائيدولو لپاره د کليو له اداري ډلې سره غونډې تر سره کوي او د سياليو ډګرونو ته د پلاويو د ننوتلو لپاره چمتوالی نيسي.
د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د لوبغاړو ۳ کلي به د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د ټولو پلاويو او لوبغاړو او اړوندو چارواکو پر وړاندې په رسمي توګه پرانيستل شي.
د مختلفو هېوادونو لوبغاړي او د پلاويو مسؤلين به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په موده کې د لوبغاړو په ۳ کليو کې واوسيږي.
د بېجينګ د لوبغاړو کلي د جنورۍ په ۱۸مې نېټې د تړلې دایرې اداري سيستم (Closed-loop Management System) پيل کړی او نژدې ۵ زره کارکوونکي او داوطلبان دغه کلي ته داخل شوي دي.
په جانګ جيه کو او يان چينګ سيمو کې د لوبغاړو کليو په جلا جلا توګه د روانې مياشتې په ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د تړلې دايرې اداري سيستم تطبیق کړی دی.
د اولمپيک نړيوالې کمېټې د اولمپيک لوبو د اداري څانګې لوی مدير پيير دوکري په دې وروستيو کې ويلي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د وبا د مخنيوي لارښوونکې کتابچې د دوهمې نسخې مقررات د تړلې دايرې په اداري سيستم کې په جدي توګه عملي کيږي.
د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو انتظامي کمېټې ويلي، چې د دغو لوبو د تړلې دايرې اداري سيستم د جنورۍ په ۴مه نېټه ازمويښتي پيل شوی او تر اوسه پورې يې ښه کار کړی او څو څو ځلې له ننګونو څخه تير شوی دی.
چټک اورګاډي د بېجينګ او جانګ جيا کو ترمنځ پر غځېدلې اوسپنيزې لارې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره ټرانسپورټي چارې ترسره کوي.
دغو اورګاډو د جنورۍ په ۲۱مې نېټې خپلې چارې پېل کړي او د مارچ تر ۱۶مې نېټې پورې به د اولمپيک لوبغاړو، پلاويو او مېلمانو په خدمت کې وي.
په ياده موده کې به د کرونا وبا د وقايې او کنټرول د جدي تدبيرونو د عملي کېدو په پار، د نوموړې پټلۍ په چينګ هه، يان چينګ، تای ځه چنګ او چونګ لي سټېشنونو کې د اورګاډيو ځانګړي واګونونه او ټاکلي مسيرونه د تړلې دايرې په اداري سيستم کې شامل شي، څو د تړلې دايرې وګړي او عامه مسافرين يو له بل سره هيڅ تماس ونلري.
د ټرانسپورټي ورځنيو چارو له پای ته رسېدو وروسته به، په دغو اورګاډيو کې په جدي توګه د تعقيم چارې تر سره کيږي.
د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ ويلي، چې د کرونا وبا د وقايې او کنترول لپاره د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو انتظامي کمېټې تدبيرونه جدي او اغېزمن او د تړلې محافظاتي دايرې اداري سيستم يې سالم او خوندي او نور اړوند خدمتونه يې بشپړ او ډېر ښه دی.
نوموړي باور ښودلی، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به پر ټاکلي وخت په پوره خونديتوب او برياليتوب تر سره شي.