فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په مارسي کې یو پولیس د نامعلومو دلایلو له امله ځان وژنه کړې ده. د راپور له مخې، له دې پېښې سره په فرانسه کې د هغو کسانو چې خودکشي یې کړې ده شمېر یې نهو ته رسېدلی دی. راپور کاږي چې د پولیسو له پلټنو سره سره تر اوسه پورې د یادو کسانو د ځان وژنې د دلایلو په اړه هیڅ معلومات نه دي رسنیز شوي. په ورته وخت کې فرانسوي پولیسو ویلي چې دې پېښو دوی هم اندېښمن کړي دي او دوی په خپلو سترګو ویني چې د پولیسو په لیکو کې د ناهیلۍ کچه ورځ پر ورځ مخ پر زیاتېدو ده.






































