د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هغو ۱۰ پاکستاني پوځیانو ستاینه کړې، چې بلوچستان ایالت کې پر یوه پوځي پوسته د وسله والو برید کې وژل شوي. لومړي وزیر پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، چې سرتېري يې ځانونه قرباني کوي خو دوی خوندي ساتي او په وینا یې دوی له پاکستانه د ترهګرۍ له منځه وړلو ته ژمن دي. وړمه شپه د بلوچستان کچ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته برید کې ۱۰ سرتېري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې د ۱۰ پوځيانو وژل کېدو تایید تر څنګ ویل شوي چې ځوابي ډزو کې یو بریدګر وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. ددغه برید مسوولیت د بلوڅانو د ازادۍ جبهې منلی دی.






































