د پاکستان د بلوچستان په پېشبوغي سیمه کې په یوه چاودنه کې پنځه تنه پاکستاني عسکر وژل شوي او لس نور ټپیان دي. دغه چاودنه پرون د دې ایالت په پېشبوغي سیمه کې رامنځته شوې ده. تر دې مخکې په همدې ایالت کې د بلوڅ بېلتون پالو په برید کې لس پاکستاني عسکر وژل شوي وو او تر ۱۲ ډېر تپیان وو. د پرونۍ چاودنې مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان منلی او ویلي یې دي چې په لسګونه پاکستاني عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. په ورته وخت کې د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي، چې د افغانستان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارول کېږي.






































