د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې، د ۲۰۲۲م کال د فبروۍ لومړۍ نېټه د چين د پړانګ کال پسرلني جشن سره برابر ده. پړانګ د چينايانو په کولتور کې د غښتليتوب، قوت او زړه ورتوب نښه بلل کيږي.
د ۲۰۲۲م کال د چين د پسرلني جشن د لمانځنې په پار، د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او د دغه هېواد دولتي شورا ناسته د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه. په دغه ناسته کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون د رئيس شي جين پينګ په شمول د دغه ګوند او دولت رهبرانو ګډون کړی و.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه ناسته کې يوه مهمه وينا وکړه او ټولو ګډونوالو ته يې د نوي کال مبارکي وويله او د ښه او نيکمرغه ژوند هيلې يې ورته وړاندې کړې. نوموړي په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ، چې د چين کمونېست ګوند او خلکو د سل کلن مزل ټول برياليتوبونه د يووالي او کوښښونو پر مټ تر لاسه کړي دي، نو يووالی او کوښښ د چين د کمونېست ګوند او د چين د خلکو د روحيې ډېره ښکاره نښه ده.
يووالی قوت دی او کوښښ د ښه راتلونکي بنسټ دی. يوازې هغه ملت او ګوند، چې په يووالي کوښښونو ته دوام ورکوي، بريالي کېدای شي.
چين په تېر۲۰۲۱م کال کې د اقتصادي پرمختګ او د کرونا وبا د کنټرول او وقايې په برخه کې د نړۍ مخکښ مقام نيولی، د پرمختګ د نوي جوړښت د جوړولو پر لاره يې نوي ګامونه پورته کړي او د باکيفيته پرمختګ نوی برياليتوب يې تر لاسه کړی دی.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د پړانګ کال د رارسېدو په مناسبت ټولو ته خپلې نيکې هيلې وړاندې کړې. هغه وويل، چې د چين په کولتور کې پړانګ د حيواناتو پاچا يادېږي او د قوت، زړه ورتوب او غښتليتوب نښه بلل کېږي. نو ټول بايد د پړانګ په کال کې د پړانګ په شان د غښتلي بدن، قوي قوت او فعالې روحيې پر مټ د چين ځانګړتيا لرونکو سوسياليستي سترو چارو د نوې پاڼې د پرانيستلو لپاره زيارونه وباسي. نوموړي زياته کړه، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې او د معيوبينو ژمنۍ لوبې به ژر پيل شي، چينايان چمتو دي، چې نړۍ ته سپيڅلې، ارامې او په زړه پورې اولمپيک لوبې وړاندې کړي. هيله ده، چې چيني او بهرني لوبغاړي به د پړانګ په شان په سياليو کې ښې پايلې تر لاسه کړي.
يووالی د يو ملت د پرمختګ او سمسورتيا لپاره مهم او مخکښ شرط دی.
د هر ملت پر وړاندې د پرمختګ او سمسورتيا لاره هواره نه وي، بلکې د ملت د غښتلې ارادې او یووالي پر مټ ستونزې او خنډونه ليرې کېدای شي. په دې برخه کې د چين پرمختګ يو ښه مثال یادولی شو.
چين پر خپلې سوله ييزې پرمختيايي لارې ګامونه اخلي او له نړيوالو سره يو ځای د ګډ پرمختګ په لور کوښښونه کوي. د بشريت د ګډ برخليک ټولنې مفکوره او د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د نړيوالو مسئلو او ستونزو د حلولو لپاره د چين کوښښ دی. يووالی او ګډ پرمختګ د بشريت لويې کورنۍ ته نيکمرغي ورکوي.