پوتین وایي امریکا په دې لټه کې ده چې روسیه جګړې ته راکاږي. د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وایي امریکا او ناټو د اروپا په ختیځ کې د ناټو د تحرکاتو له امله د روسیې امنیتي اندېښنو ته قانع کوونکی ځواب نه وایي او برعکس پر خپل دریځ ولاړ دي. د پوتین په وینا د هوکړو له مخې امریکا او ناټو حق نه لري د روسیې پولو ته پرمختګ وکړي، خو دوی د دې هوکړو پر خلاف غواړي اوکراین ته په ناټو کې غړیتوب ورکړي او د روسیې له پولو سره واړوي. پوتین ویلي امریکا په دې لټه کې ده چې روسیه جګړې ته راکاږي خو روسیه هڅه کوي له خپلو پولو دفاع وکړي. دده په وینا د اوکراین له شاوخوا سره د سرتېرو حضور احتیاطي دی او که کوم ګواښ متوجه کېږي نو روسیه هر ډول اقدام ته تیاره ده.






































