بلوچستان کې پر پاکستاني عسکرو بریدونه شوي دي. د راپورونو له مخې تېره ورځ ناوخته په بلوچستان کې پر پاکستاني عسکرو دوه بېل بریدونه شوي چې په هغه کې ګڼو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ وایي چې په دې پېښه کې شاوخوا دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي. خو د بلوچستان بېلتونپالو وسله والو بیا په یوه اعلامیه کې د برید مسوولیت منلی او د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.
عیني شاهدان هم وایي چې په پېښه کې پاکستاني عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په سیمه کې ځینې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.






































