د فبرورۍ څلورمه نېټه د ټولو چينايانو لپاره يوه ځانګړې ورځ ده، ځکه په همدې نېټې د بېجينګ المپيک ژمنۍ لوبې پېل کيږي او هم د چين د پسرلني اختر څلورمه ورځ او د چين د کرنيزې جنترۍ د څلويښتو برجونو د لي چون ورځې سره برابره ده، یعنې په همدې ورځ د څلوېښتو برجونو لومړی برج پيل کيږي.
د نړيوالو مسئلو افغان تحليلګر فضل الرحمان اوريا د چين مېډيا ګروپ د پښتو څانګې له خبريالې سره مرکه کړې، چې دلته يې تاسو ته په ليکنې بڼه وړاندې کيږي. ښاغلي فضل الرحمان اوريا د مرکې په پېل کې د چين د پسرلني اختر په پار ټولو چينايانو ته مبارکي ويلې او هيله يې څرګنده کړې، چې ټول چينايان نيکمرغه ژوند ولري. هغه د چين د لوی اختر په درشل کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د پرانيستلو په هکله وويل، چې د چين نوی کال د چينايانو لپاره ډېر ښکلی اختر او جشن دی او د اولمپيک ژمنۍ لوبې دغه جشن ته لا نوره ښکلا ورکوي. د اولمپيک لوبې به وکولی شي، چې د نړيوالو ملتونو، ولسونو او هېوادونو او دولتونو تر منځ د يووالي او وحدت سمبول وګرځي.
ښاغلي فضل الرحمان اوريا په دې نظر دی، چې د بېجينګ د ژمنیو اولمپيک لوبو تر سره کول نه يوازې د چينايانو، بلکې د ټولو نړيوالو لپاره ستر سپورټي ډګر دی. هغه هيله څرګنده کړې، چې هر هېواد له دې اولمپيک لوبو څخه ملاتړ وکړي. نوموړې وويل، چې دا به ښه وي، چې د نړۍ ټول هېوادونه له دغو لوبو څخه ملاتړ وکړي. غربي هېوادونو په ځانګړي ډول امريکې دغو لوبو ته سياسي رنګ ورکړی، لویديځ هيوادونه ډېر منافقت کوي او څوک بايد پر دوی اعتبار ونه کړي، ځکه هغوی ډېر شخصي هدفونه لري.
نوموړي د بيجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په هکله ډېره خوشحالي وښوده او په خندا يې وويل، چې هغه دا لوبې خپلې بولي او په چين کې د دغو نړيوالو لوبو تر سره کيدل هغه ته دا احساس ورکوي، چې د چينايانو اولمپيک خپل اولمپيک وبولي او زياته يې کړه، چې چينايان خوشحال وي، نو هغه به هم خوشحال وي او د چين د برياليتوب هيله يې وښوده.
افغانستان اوس د بيا رغونې په کيليدي وخت کې دی. ښاغلي اوريا د مرکې په پای کې هيله وښوده، چې يوه ورځ افغان لوبغاړي هم د چين په سپورټي سياليو کې ګډون وکړي. نوموړي وويل، چې د افغانستان د هاکي، فوټبال لوبغاړي ډېر غښتلي دي، که دوی په افغانستان او يا چين کې له چيني لوبغاړو سره لوبې وکړي، نو په دې سره به د دواړو ولسونو دوستي نوره هم ټينګه شي. افغانستان په اوسنيو شرايطو کې، چې شل کلن جنګ ځپلی او د امريکا د اشغال له امله ډېر وران او ويجاړ شوی دی، بيارغونه پيل شوېده او دغه هيواد په هره برخه کې د چين مرستو ته ضرورت لري او د ورزش او لوبو په ډګر کې هم ورته اړتيا لري.