اوس په چين کې د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې روانې دي. دغه لوبې د فبرورۍ په ۴مه نېټه پرانيستل شوي او ښایسته او په زړه پورې پرانيستونکو مراسمو يې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړو او د رسنیو کارکوونکو ته ژوره خاطره وربښلې ده.
د امريکا د سکي وهلو لوبغاړې تیسه مورده د يادو مراسمو په شپه یوه ويډيو ثبت کړې، چې پکې يې د چټک اورګاډي په وسیله د چین دولتي سټوډیوم ته د تللو او په یادو پرانیستونکو مراسمو کې د هغې د ګډون بشپړ بهير ثبت کړی دی.
هغې پر ټولنيزو رسنيو يوه بله ويډيو هم خپره کړې او د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړه پکې غږېدلې ده. نوموړې ويلي، چې کله د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانیستونکو مراسمو ته ورتلم، نو داوطلبانو راته (چين ته ښه راغلاست) نارې وهلې او له ډېرې خوښۍ به مې له سترګو اوښکې روانې وې.
د تیسه موردې په يادې خپرې شوې ويډيو کې ليدل کېږي، چې پر مخ يې د خوشحالۍ اوښکې روانې دي او د خپل لاس په ګوتو يې پاکوي او پر شونډو يې خوږه مسکا خوره ده.
د امريکې ځينو سياستوالو د بېجینګ د اولمپيک پر ژمنیو لوبو تل تورونه لګولي، خو د دغې ويډيو په کتلو سره به څه احساس ولري؟
امریکې په لومړيو کې ويلي وو، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنیو لوبو ته به ډيپلوماتيک پلاوي و نه ليږي ، خو بیا يې وروسته خپله خبره بېرته واخېسته او يادو لوبو ته يې یو ۴۰ کسیز ډيپلوماتيک پلاوی ليږدلی. برسيره پر دې، د امريکا ۲۲۲ لوبغاړي په دغو لوبو کې برخه لري، چې د المپيک د لوبو په تاريخ کې د دغه هيواد د لوبغاړو دوهم لوی شمېر بلل کيږي.
ځينو امريکايي سياستوالو بیا دروغ جوړ کړي او ویلي يې دي، چې څار او نظارت يې د چين پر حکومت پسې تړلی او خپل پلاوي ته يې وړاندیز کړی، چې ټول لوبغاړی دې خپل موبایلفونونه او کمپیوټرونه نه کاروي.
د سالم عقل لرونکي خلک د دوی پر پروپاګنډ او درواغو یا تورونو باور نه لري. نړۍ وليدل، چې د امريکا لوبغاړو بېجینګ ته تر رسېدو وروسته د اولمپيک د ژمینو لوبو د چمتوالي او خدمتونو لوړه ستاینه کړې ده.
امريکايي لوبغاړې موسه بوريچې په يوې ويډيو کې د اولمپيک کلي کې د چپارکټونو په اړه غږېدلې او د خپلو مينوالو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي.
هغې ويلي، چې زمونږ چپارکټونه ځيرک سیستم لري او پر مټ يې د کټ لوړوالی او ټيټوالی تنظميږي او انسان ته ډېر ښه احساس ورکوي.
امريکايي لوبغاړې داریان سټيونس بیا د کرونا وبا ضد د چین د مبارزې کارونه لوړ ستایلي او ويلي يې دي، چې چین د کرونا وبا ضد مبارزه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او ترې ښکاري، چې چینایان کلکه اراده او پیاوړی توان لري او د اولمپيک ژمنۍ لوبې به په برياليتوب او خونديتوب ترسره کړي.
امريکايي سیاستوال ښايي د بېجینګ اولمپيک ژمنیو لوبو په اړه د خپلو لوبغاړو څرګندونې خوښې نه کړي، خو دوی هغه واقعيتونه ويلي، چې په خپلو سترګو يې کتلي دي او مونږ ټول پوهيږو، چې واقعيتونه څوک نشي پټولی، ځکه د خبرو په نسبت ډېر پياوړي وي.
د امريکايي لوبغاړو دغه واقعي څرګندونې پر چین د امريکايي سياستوالو تورونو او درواغو ته څرګند ځواب دی او دا تر ټولو ښه او مناسبه مبارزه ده.
پروا نه کوي، چې د لوبغاړو يادې نظریې به د امريکايي سياستوالو له غوښتنو سره سمون لري او که نه، خو بې له شکه د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د نړیوالو له غوښتنې سره سمې روانې دي او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او احساساتو د ژورتیا لپاره ګټورې بلل شوې دي.
په چين کې اوس د بېجینګ د اولمپيک ژمنیو لوبو بېلا بېلې سيالۍ روانې دي. چينايان هيله لري، چې د امريکايي لوبغاړو احساسات د امريکا سياستوال وېښ کړي او دغو لوبو ته په سم او عادلانه نظر وګوري.