د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنۍ لوبې اوس د چين په پلازمېنې بېجينګ او د هه بۍ ولايت په جانګ جيا کوه ښار کې ډېرې ګرمې روانې دي او د خلکو په منځ کې د دغو لوبو نيکمرغۍ راوړونکې نانځکه (( بينګ دون دون )) ډېره د هرکلي وړ ګرځيدلې ده.
د المپيک لوبو د ځانګړو دوکانونو د دروازو پر وړاندې ډېری خلک د بينګ دون دون د اخيستلو لپاره په اودږو ليکو کې په قطار ولاړ وي او غواړي ياده نانځکه واخلي.
ډېرو خلکو پر خواله رسنيو پوسټونه کړي او له اړوند تصديو يې غوښتي، چې د بينګ دون دون د مينوالو تنده ماته کړې او بازار ته ډېرې نانځکې عرضه کړي.
د لوبو په ميدانونو کې ډېرو جايزه ګټونکو لوبغاړو له سرو زرو جوړې بينګ دون دون نانځکې ترلاسه کړي او پر ټولنيزو رسنيو يې په وياړ ښودلې دي.
د اولمپيک د نړيوالې کمېټې چارواکی کريستوف دوبي د نيکمرغۍ راوړنکې نانځکه (( بينګ دون دون)) ډېره په زړه پورې او مينه ناکه بولي او وايي چې هغه به دغه ډالۍ ښه وساتي.
بينګ دون دون نانځکه د پانډا په بڼه جوړه شوې، په چيني ژبه کې (بينګ) د يخ او (دون ) د غښتليتوب او مينه ناک مانا لري او (بينګ دون دون) د اولمپيک لوبغاړو د روغو او غښتلو بدنونو او د دوی د زړ ورتوب او ټينګې ارادې استازيتوب کوي.
د بينګ دون دون نانځکې ترڅنګ د روانو اولمپيک لوبو نور ځانګړي توکي هم بازارونو ته وړاندې شوي او د خلکو د هرکلي وړ ګرځيدلي دي.
د بېجينګ اولمپيک لوبو تشکيلاتي کمېټې د روانو لوبو د نښانونو، کليبندونو،جامو او د لوبو سامان الاتو په ګډون شاوخوا۵۰۰۰ ډوله توکي ډيزاين کړي او د روان کال د جون تر پايه پورې به يې د چين د ۱۹ ښارونو په ۱۹۰ ځانګړو دوکانونو او د ۲۸۰ چټکو اورګاډو په واګونونو کې وپلورلي.
بينګ دون دون د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په درشل کې ستوری ګرځيدلی او شهرت يې چيني کلتور او د المپيک لوبو جذابيت انعکسوي.
خلک بينګ دون دون او د لوبو نور توکي اخلي او له دې لارې خپله خوشحالي او له المپيک لوبو خپل ملاتړ څرګندوي.