د هسپانيا د نړيوال نظم په نوم ويبپاڼې د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د بېجينګ د اولمپيک علمي او تخنيکي ژمنیو لوبو تر سرليک لاندې د يوې مقالې په خپرولو سره ويلي، چې چين اوس هغه هېواد ګرځېدلی دی، کوم کې چې د ډېرو نړيوالومخکښو علمي او تخنيکي شرکتونو څانګې شتون لري. د بېجينګ ځايي حکومت د اولمپيک د ژمنيو لوبو له لارې د دې ښار تخنيکي غوره والی نړیوالو ته ښودلی دی. همدارنګه يادونه يې کړې، چې چين د بې چلوونکي موټرو څخه تر ډيجيټلي چينې پيسو (RMB (پورې او په همدې ډول په نورو ډېرو برخو کې لاسته راوړنې لري.
د دې مقالې په بله برخه کې راغلي، چې چين نړيوالو ته د خپلې اغېزې د ښودلو لپاره اعلان کړی، چې د يادو لوبو لوبغاړو او کتوونکو ته د ډيجيټلي چينې پيسو په شمول پولي خدمتونه برابر کړي. دا د ډېرو بهرنيانو لپاره لومړی ځل دی، چې ډيجيټلي چيني پيسې کاروي. د روانې دورې د اولمپيک ژمنۍ لوبې د ډيجيټلي چينې پيسو د نړيوال کېدو يوه ازموینه هم ده.
په دې مقاله کې داسې هم ليکل شوي، چې چين نه يوازې د اولمپيک د ژمنيو لوبو له لارې نړيوالو ته ښيي ،چې دغه هېواد نه يوازې د پرمختللو تخنيک لرونکو هېوادونو په ډله کې ځای لري، بلکې د دوامداره پرمختګ او له اقلیمي بدلونونو سره د مقابلې په برخه کې يې ډېرې ښې پايلې تر لاسه کړې دي. د بېلګې په توګه د چین حکومت د جانګ جيا کوو په سيمه کې چې د يادو لوبو د سياليو د مرکزپه توګه ټاکل شوې وه، د بادي برېښنا د توليد سټېشنونه جوړکړي دي او همدارنګه د یان چينګ او جانګ جيا کوو په سيمو کې يې د تګ راتګ اسانتياوو د برابرولو لپاره څه باندې ۷۰۰ هغه بسونو څخه ګټه اخیستل کیږي، کوم چې د تيلو پرځای د هايډروجني انرژۍ په مرسته حرکت کوي.
دغې مقالې داهم په ډاګه کړې، چې چين يو داسې هېواد ګرځېدلی دی، چې پر ځان پوره باور لري او له تخنيکي لارو چارو د خپلو اداري موډلونو د خپرولو لپاره هڅه کوي.
د ارجنتاين د بیونس آیرس د اقتصادي خبرونو ويبپاڼې د فبرورۍ په اوومه نېټه خبر ورکړی، چې د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو په پرانيستلو سره د مصنوعي ځيرکتيا لرونکو ماشينونو سيالي هم پيل شوې ده. د اولمپيک د ژمنيو لوبو د کلي په رسټورانټ کې له عصري تخنيکونو او روباټونو څخه هم ګټه اخیستل کيږي. روباټونه نه يوازې چې د لوبغاړو پاملرنه د ماسک اچولو ته اړوي، بلکې هغوی ته قهوه او خواړه هم برابروي.
دا د پاملرنې وړ ده، چې د بېجينګ د ووکه سونګ په سپورټي مرکز کې څو روباټونه په ځمکه باندې د ضد عفونی درمل پاشي او هر روباټ په يوه دقيقه کې د ۳۶ مترمربع پراخوالي په اندازه ځمکه د ضدعفونی درملو د پاشلو دنده تر سره کولی شي، چې ځينې روباټونه بيا خلکو ته د ماسک اچولو لارښوونه هم کوي.
د خبر له مخې د اولمپيک د ژمنيو لوبو په لوبغالو يا سټيډيمونو کې د قهوې جوړوونکي روباټونه ځای پر ځای شوي، چې په ډېر لوړ مهارت سره قهوه جوړوي. سربېره پردې په ياد سپورټي مرکز کې د خوراکي توکو په شمول د اړتيا وړ مواد د روباټونو په وسيله لېږدول کيږي. د اولمپیک د ژمنيو لوبو د خبري رسنيو په عمومي مرکز کې روباټونه خبريالانو ته د خوړو چمتو کولو او ويشلو دنده ترسره کوي، چې له دې لارې به د کرونا ويروس د خپرېدو مخنيوی وشي. سربېره پردې روباټونه ددې توان هم لري توانېدای ، چې ډول ډول خواړه پاخه کړي او پيرودونکو يا اخیستونکو ته یې ولېږدوي.
له روباټونو څخه پر ګټې اخستنې سربېره د سياليو په ډګرونو او لوبغالو کې د ډيجيټلي پيسو د کارولو نښې او ځایونه هم ډېرې ليدل کيږي. په دې وروستيو کلونو کې د چين ولسي بانک تل په ځينو ځايونو کې د ډيجيټلي پيسو د کارولو ازمايښتي کارونه تر سره کړي دي، خو د اولمپيک د ژمنيو لوبو په موده کې ډېرو بهرنيانو په لومړي ځل دغه پيسې وکارولې. ځینو کارپوهانو ويلي، چې ګڼ شمېر هېوادونه ښايي د څو کلونو په تېرېدو سره دغه ډيجيټلي پيسې وکاروي، خو د چين په ډېرو ولایتونو په تېره بیا په لویو ښارونو کې د نغدي پيسو راکړه ورکړه ډېره کمه ده. نو له دې کبله د ځینو کارپوهانو په اند داهم د چيني پيسو د نړيوال کېدو لپاره یوه ښه لاره هوار ولی شي.