کله چې د بشريت تاريخ یوويشتمې پيړۍ ته ننوتلی، نو د ځاني سوداګرۍ د ساتنې غوښتنو او يواړخيزم څپو د نړۍ د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او بشر يې د پرمختيايي لارې په محور کې درولی دی.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال په مني کې له قزاقستان او اندونيزيا څخه ليدنې وکړې او په جلا جلا توګه يې د اورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د ابادۍ او په ۲۱مې پيړۍ کې د اورېښمو سمندري لارې د بيارغونې وړانديزونه وکړل، چې اوس د (( يو کمربند او يوه لاره)) په نوم يادېږي.
چين په تېرو نهو کلونو کې د پنځو لويو وچو، پرمختيايي مرحلو او تمدنونو له څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو سره د (( يو کمربند او يوې لارې )) په چوکاټ کې لږ تر لږه ۲۰۰ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. د دې ترڅنګ، په نړۍ کې دوه په درېيمه هېوادونه او يو په درېيمه نړيوال ارګانونه له چين سره د ګډو همکاريو نظريو ته رسېدلي دي.
د (( يو کمربند او يوې لارې )) وړانديز د نړيوالو چارو د يو مهم پلان په توګه د متقابل تګ راتګ، همکاريو او نوښت په برخو کې د بېلا بېلو هېوادونو د پیاوړتيا خوځنده ځواک ګرځيدلی او د نړۍ په پنځو لويو وچو کې يې د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو ښکلی تصوير پنځولی دی.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، چې (( يو کمربند او يوه لاره )) يو ګټور، مهم او ښه اينده لرونکی وړانديز دی. د صربيا ولسمشر اليکساندر ووجيج ويلي، چې د (( يو کمربند او يوې لارې )) وړانديز له معنوي او مادي لحاظه مختلف هېوادونه، کولتورونه او خلک سره يو ځای کوي او د نړۍ ثبات ساتي. د پاکستان صدراعظم عمران خان په دې اند دی، چې دغه وړانديز به په راتلونکو څو کلونو کې نړۍ ته ستر بدلون ورکړي.
د يادونې وړ ځای دا دی، چې د (( يو کمربند او يوې لارې )) وړانديز په رڼا کې په ختېځې افريقا کې لومړی چټک سړک جوړ شوی، په مالديو کې پر سمندر لومړی پل اباد شوی، په بلاروس کې د موټر توليدي چارې پرانيستل شوي او په لا زياتو هېوادونو او سيمو کې خلک له پاکو اوبو، بريښنا او عصري ترافيک څخه برخمن شوي دي.
د افغانستان د کابل پوهنتون لويه تعليمي وداني او هال د ۲۰۲۱م کال د جون په ۲۷مه نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دغه وداني او هال د چين د حکومت په مالي مرسته جوړ شوي او د پرانيستلو مراسم يې انلاين تر سره شول.
د معلوماتو له مخې، د دغې ودانۍ او هال عمومي مساحت څه باندې ۱۴۰۰۰ متره مربع دی. چين دغه پروژه د ۲۰۱۷م کال په سپتمبر کې پيل کړې وه او د ۲۰۲۱م کال په مۍ کې يې بشپړه کړه. د دغې ودانۍ د ډيزاين او جوړونې له بڼو څخه عصري مفکوره او افغان دوديزې ساختماني ځانګړتياوې څرګندېږي. دغه وداني په کابل پوهنتون کې ډېره لويه وداني ده او د دغه پوهنتون يوه نښه هم بلل کېږي.
چين له اوږدې مودې راهيسې د (( يو کمربند او يوې لارې)) وړانديز په چوکاټ کې د اساسي تاسيساتو د ابادولو په برخه کې له افغانستان سره زياتې مرستې کړې دي.
د کابل پوهنتون د چيني ژبې او ادبياتو د ودانۍ، ملي مسلکي پوهنځي، د کابل جمهوريت روغتون او د کندهار د چين روغتون په شمول يو لړ پروژې د دواړو هېوادونو د دوستۍ نښې بلل کيږي.
د پاملرنې وړ ځای دا دی، چې د چين د وارداتو څلورم نړيوال نندارتون د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې په شانګهای کې تر سره شو. دغه نندارتون د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تر لارښوونې او ترتيب لاندې په نړۍ کې د دولت په کچه د وارداتي چارو لومړی نندارتون دی او د بهرنيانو په ژبه د چين د ورخلاصون د طلايي دروازې په نوم هم يادېږي.
رئيس شي جين پينګ په پر له پسې څلورو کلونو کې د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ويناوې کړې دي. نوموړي د ځاني سوداګرۍ د غوښتنې او يو اړخيزم د څپو او د کرونا وبا د مخنيوي په برخې کې د چين باور څرګند کړی او نړۍ ته يې د چين د ورخلاصون ټينګ هوډ ښودلی دی.
افغان جلغوزي د چين د وارداتو څلورم نړيوال نندارتون کې په انلاين دوکان کې ډېر ښه خرڅ شول او يوازې په دوه ساته انلاين خپرونې کې يې کابو ۲۶ ټنه افغان جلغوزي وپلورل شول.
د شمېرنې له مخې، د تېر کال له نومبر تر جنورۍ يا که ووايو په کابو دوو مياشتو کې څه باندې ۱۵۰۰ ټنه جلغوزي له افغانستان څخه چين ته انتقال شوي دي.
دا نه يوازې چيني مشتريانو ته د افغانستان ښه کرنيز توليدات دي، بلکې افغانستان ته د غوره کرنيزو توليداتو د صادراتو فرصتونه هم برابروي او افغانان به ورڅخه ډېرې ګټې واخلي.
تېر کال د چين اقتصاد ښه پرمختګ موندلی او د بهرنۍ سوداګرۍ اندازه يې په لومړي ځل له ۶۰۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده او د چين د اقتصاد عمومي اندازه د وړم کال په پرتله په سلو کې اته اعشاريه يو زياته شوې ده. د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې د چيني اقتصاد د خدمت انډول په سلو کې له دېرشو څخه هم پورته دی.
د چين اقتصادي پرمختګ د نړيوال اقتصاد انجين ګرځېدلی دی.