یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي

    پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

  • نړۍ

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي

    پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

  • نړۍ

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

پر ملکي وګړو هوایي بریدونه؛ موخې او پایلې

لیکنه: د ستراتېژيکو او سيمه‌ ييزو څېړنو مرکز

دسمبر 12, 2018
in تحلیل
0 0

 

د امریکا د هوایي ځواکونو د معلوماتو پر بنسټ په روان زېږدیز کال کې د دوی له لوري پر افغان خاوره نږدې شپږ زره بمونه غورځول شوي چې دا شمېره په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړه ګڼل کېږي.

د هوایي بریدونو له زیاتوالي سره له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو او شپنیو پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې پېښې په بې ‌ساري ډول زیاتې شوې دي. یوازې له تېرو دوو اونیو راهیسې په هلمند، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو او شپنیو پوځي عملیاتو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

د ملکي وګړو د وژلو پېښو د ملي شورا او عامو افغانانو توند غبرګونونه هم راپارولي؛ که څه هم له بده مرغه چې د اورېدو لوری يې نشته. د ولسي جرګې غړي وايي چې د عامو افغانانو د وژل کېدو پر وړاندې د حکومت بې ‌پروايي اوج ته رسېدلې او د افغان او بهرنيو ځواکونو له ‌خوا هره ورځ پر ملکي وګړو مرګوني هوايي او ځمکني بريدونه روان دي.

په داسې حال کې چې د سولې خبرې اترې له تېرې نږدې یوې لسیزې راهیسې په وروستیو څو میاشتو کې یوه هیله ‌بښونکي پړاو ته رسېدلې دي، خو داسې ښکاري چې په دغه پروسه کې پر طالبانو د فشار زياتولو لپاره په پراخه کچه ملکي خلک قرباني کېږي.

د هوایي بمباریو زیاتوالی، د ملکي وګړو ژوند ته نه پاملرنه او دا چې روان وضعیت به څه پایلې ولري؟ هغه موضوعات دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

د ملکي وګړو مرګ‌ ژوبله

د افغانستان په روانه جګړه کې له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه نه ده شوې او له همدې امله هر کال په دې جګړه کې د جګړې د ښکېلو لورو ترڅنګ، زرګونو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

د يوناما د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۷ ز کال را وروسته چې يوناما پکې د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې ثبتول پيل کړل، د ۲۰۱۷ ز کال تر پایه په افغانستان کې په مجموعي توګه ۸۴۲۴۶ ولسي وګړو ته د جګړې د ښکېلو لورو له‌خوا مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۱۴ ز کال کې د ملي یووالي حکومت له راتگ سره، کله چې له امریکا سره امنیتي تړون په هېواد کې د امن او سولې په پار لاسليک شو، خو برعکس د جګړې میدان ګرم او د ملکيانو مرگ‌ ژوبله زیاته شوه. د يوناما د ارقامو له مخې، د ملي يووالي حکومت په دوره کې هر کال شاوخوا لس زره ملکي وګړو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې او په ټوليز ډول دغه وضعیت ورځ تر بلې د جګړې د میدان له ګرمېدو سره د خرابېدو پر لور روان دی چې په افغانستان کې د یوه ناورین ښودنه کوي.

د ملکي وګړو د مرګ ‌ژوبلې څارونکي بنسټونه په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې پړه تر ډېره د دولت پر وسله‌ والو مخالفینو ور اچوي، خو د وسله‌ والو مخالفینو ترڅنګ افغان او بهرني ځواکونه د دې مرګ ژوبلې مهم عاملين دي چې په دغو راپورونو کې تر ډېره سترګې پرې پټېږي. د بهرنیانو له لوري په ړندو هوایي بمباريو کې د عامو خلکو کورونه، مدرسې، جوماتونه، جنازې، د خوښيو مراسم او نور ملکي تجمعات وخت ناوخت په نښه شوي او په تېرو څو کلونو کې یې زرګونو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پر ملکیانو د هوایي بریدونو زیاتوالی

په ټوله کې، تېر کال د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا د نوې پوځي ستراتېژۍ له اعلان وروسته په افغانستان کې هوایي بمبارۍ زیاتې شوې، خو په وروستیو څو اونیو کې په دغو بمباریو کې ډېری مهال عام وګړي په نښه کېږي.

روانه میاشت په پکتیا کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ ولسي وګړي ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول. له دې وړاندې په هلمند کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې ملکي خلک په نښه شول چې يوناما پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۲۳ ولسي وګړو وژل کېدل تاييد کړل، خو نړيوالو رسنيو دا کچه ۳۰ تنه وښوده. دغه راز په لوګر او غزني کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال شاوخوا ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

هوایي بمبارۍ د ملکي وګړو په مرګ‌ ژوبله کې رول لرونکی او مهم فکټور دی. په داسې حال کې چې په افغانستان کې یوازې د روان ۲۰۱۸ ز کال له جنورۍ بیا د اکټوبر تر وروستۍ نېټې د امریکایانو له لوري د حکومت د وسله‌ والو مخالفینو د ځپلو په موخه ۵۹۸۲ بمونه غورځول شوي، خو پایله یوازې دا وه چې جګړه ګرمه وساتل شي او ملکي وګړو ته پکې مرګ‌ ژوبله واوړي، پرته له دې یې کومه مثبته پایله نه ده لرلې؛ ځکه د نظامي فشارونو له لارې د افغان جګړې ګټل هغه څه دي چې په ۱۷ کلونو کې یې اغېز نه دی ليدل شوی او یوازې د تېرو ناکامو تجربو تکرار بلل کېدای شي.

له هوایي بمباریو او د وسله‌ والو مخالفینو له بریدونو ورهاخوا په وروستیو کې ځینې مرموزې چاودنې او بریدونه هم د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې یو بل لامل دی. د میلاد النبي په مناسبت په کابل ښار کې خونړی برید او لسګونو ملکي ‌کسانو ته یې مرګ ژوبله اړول، د دغه راز بريدونو وروستۍ بېلګه ده.

له دې ټولو سره ویلی شو چې د افغانستان په روانه جګړه کې د ښکېلو خواوو له لوري د جګړې اصولو ته نه پاملرنه، ړندې بمبارۍ او په ټولیز ډول قصداً د وحشت خپرول، هغه څه دي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياتوالي ته یې لاره هواره کړې ده.

د سولې وروستي پرمختګونه او ملکي تلفات

په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه په وروستیو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې او په دې برخه کې په مستقیم ډول د امریکا ‌له‌ خوا اخیستل شوي ګامونه، هغه څه دي چې د افغانانو ترمنځ یې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او د یوه ارام افغانستان هیلې را ټوکولې دي.

که څه هم داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه د خبرو پر مهال دواړه لوري هڅه کوي چې د جګړې په میدان کې یو پر بل فشارونه وارد کړي او د خبرو پرمهال د زیات امتیاز ترلاسه کولو په موخه یو بل ته خپل قوت ښکاره کړي، خو دا چاره یې د ملکي وګړو په زیان تمامه شوې ده.

په وروستیو کې افغان حکومت او بهرنیانو پر طالبانو بمبارۍ او شپني عملیات زیات کړي او له بلې خوا طالبانو د جګړې پر ډګر او چاودنو تمرکز زیات کړی چې وروستی ستر برید یې په کابل ښار کې پر G4S برېټانوي شرکت باندې و چې په پایله کې یې د څلورو بهرنیانو په ګډون لس کسان ووژل شول او ۲۷ تنه نور ټپیان شول، خو د دغو فشارو په لړ کې د ملکي وګړو مرګ‌ ژوبله په بې‌ساري ډول زياته شوې او په ځانګړې توګه د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو هوايي عملياتو کې نېغ په نېغه د ملکي خلکو کورونه په نښه کېږي.

له بده مرغه افغان حکومت د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله تل چوپتیا غوره کړې او په دې برخه کې یې تر دې دمه د خلکو له پراخو اعتراضونو سره سره کوم جدي ګام نه دی پورته کړی، خو دا هغه څه کېدای شي چې د عامو افغانانو او حکومت ترمنځ یې لا هم واټن زیات کړی. دغه ‌راز د جګړې پر میدان به یې هم اغېز دا وي چې ښایي ځینې دردېدلي افغانان د مخالفینو لیکو ته ورشي او بېرته د افغان حکومت پر ضد وسله واخلي، کوم څه چې په تېرو کلونو کې هم د حکومت د وسله ‌والو مخالفينو د ليکو تقويه کولو يو مهم لامل بلل شوی دی.

Share11Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د خلکو ازادي بښونکي پوځ او وسله والو پوليسو پلاوي په عمومي غونډه کې ګډون وکړ

مارچ 8, 2026

وانګ يي: د دولت رئيس ډيپلوماتيک فعاليتونه د چین د ډيپلوماسۍ بنسټ دی

مارچ 8, 2026

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټه: د ۱۵م پنځه کلن پلان په مسوده کې راتلونکي چارې ترتيب شوې

مارچ 8, 2026

سوداګرۍ نړيوال سازمان د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هڅولو کې د چين د رول ستاينه وکړه

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In