د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ناټو کې د فنلنډ او سویډن له غړیتوب سره مخالفت ښودلی دی. اردوغان ویلي چې دا هېوادونه دې د قناعت ورکولو لپاره پلاوي نه ورلېږي. انقره له دې کبله له فنلنډ او سویډن ناراضه ده چې ګواکې د ترکیې او سوريې د کرد ملېشو غړو ته یې ځای او پناه ورکړې. دغو هېوادونو تازه رسماً اعلان کړی چې غواړي ناټو کې غړیتوب واخلي. سویډن پر اوکراین د روسیې یرغل ته په اشارې ویلي اروپا له نوي حقیقي خطر سره مخامخ ده. د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین وایي ناټو کې د فنلنډ او سویډن غړیتوب نیغ په نیغه مسکو ته ګواښ نه پېښوي، خو پر دې یې هم ټینګار کړی چې د پوځي زېربناوو پراختیا به د کرملېن له غبرګون سره مخ شي.






































