د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۲۲ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې د چين حکومت د افغانستان د زلزلې پر مرګژ
وبلې خواشيني او د قربانيانو کورنيو ته د همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي او ټپيانو ته د ښې روغتيا هيله کوي.
وانګ ون بين وويل، چې افغانستان د چين دوست ګاونډی دی او چين به د افغانانو د اړتياوو له مخې ورسره بېړنۍ بشري مرستې وکړي.