د چين د ساينس د نوښت او ستراتيژۍ انسټيټيوټ د جون په ۲۵مه نېټه د ساینسي ټولنې په ۲۴ کلنۍ غونډې کې د ۲۰۲۰م کال د چين د ساینس او ټېکنالوژۍ د بشري سرچېنو څېړنيز راپور خپور کړی دی.
په دغه راپور کې ويل شوي، چې په چين کې د ۲۰۲۰م کال تر پايه پورې د ساينس او تېکنالوژيو په چارو کې د بشري سرچينو عمومي شمېر ۱۱۲ ميليونه او ۳۴۱ زرو تنو ته رسيدلی او په نړۍ کې يې لومړی ځای خپل کړی دی.