د چین له سترې برخې سره د هانکانګ د یو ځای کېدو د ۲۵ مې کالیزې نمانځغونډه او د هانکانګ د ځانګړې اداري سیمې د ۶م حکومت د لوړې مراسم د جولای په لومړۍ نېټه د هانکانګ د ناستو او نندارو په مرکز کې ترسره شول.
د چین د دولت رئیس شي جين پينګ په یاده نمانځغونډې کې ګډون وکړ او مهمه وینا يې وکړه.
(هیله)