په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کرنې له کارپوهانو سره د بزګرانو د اړیکو مرکز پرانیستل شو.
د کرنې او مالدارۍ وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پرانیستل شوی مرکز به له بزګرانو سره د ترویج او کرنیزو محصولاتو د ترلاسه کولو په برخه کې مرسته وکړي او بزګران به د کرنې له کارپوهانو سره سلا مشورې کوي.
د یاد وزارت د خپره شوې خبرپاڼې پر بنسټ، د ټول هېواد په کچه بزګران کولای شي له ۱۵۰ وړیا شمېرې سره په اړیکه کې شي او د کرنې په برخه کې له کارپوهانو د اړتیا وړ نظر واخلي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د کرنې د کارپوهانو له مشورو نه د بزګرو د استفادې په صورت کې د دوی حاصلات ښه کېږي او په اقتصاد کې یې هم د پام وړ بدلون راځي.