د الجزاير د کورنيو چارو وزير کامل بلجود د هغه هېواد ملي ټلويزيون ته ويلي چې د اور لګېدو له کبله سلګونه تنه نور ټپيان شوي هم دي. اور تر دې مهاله ۱۸۰۰ هکتاره اباده ځمکه او ۸۰۰ هکتاره ځنګل سوځولی او اور وژونکې ډلې يې تر دې مهاله په کڼترولولو نه دي بريالۍ شوې. د الجزاير ولسمشر عبدالمجيد تبون د قربانيانو له کورنيو سره غمشريکي ښودلې او د اور د وژلو لپاره يې د چټکو اقداماتو امر کړی دی. د اګسټ له لومړيو څخه د الجزاير په ۱۰۶ سيمو کې اور لګېدلی او په ټوليز ډول يې ۲۵۰۰ هکټاره ځنګل سوځولی دی. چارواکو ويلي چې په ځينو سيمو کې د اور لګېدل طبيعي نه دي بلکې انسانان پکې لاس لري.






































