د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين يو فرمان لاسليک کړئ چې له مخې به يې په راتلونکو مياشتو کې د دغه هېواد په وسله والو ځواکونو کې ۱۳۷ زره نور سرتېري شامل شي. اوس مهال روسيه يو ميليون نظامي پرسونل او نږدې ۹۰۰ زره ملکي کارکوونکي لري. د پوتين له خوا فرمان په داسې حال کې لاسليک شوی چې په ټول هېواد کې د لويې نغدي هڅونې سره په پوځ کې ګومارل روان دي. لوېديځ چارواکي وايي، شپږ مياشتې وړاندې پر اوکرايين د روسيې له بريد راهيسې تر دې مهاله له ۷۰ تر ۸۰ زره روسیي پوځيان وژل شوي او ټپيان شوی دي.






































