کاناډا کې هغه مشکوک بريدګر تر نيول کېدو وروسته مړ شوی چې د چړې په ګوزارونو يې لس تنه وژلي او پنځلس نور ټپيان کړي وو. پوليسو ويلي چې ۳۲ کلن ميليس سنډرسن يو موټر غلا کړی و چې د تېښتې پر مهال پوليسو پېژندلی او تعقيب کړی دی. ويل کيږي چې نوموړي د لوړ سرعت له کبله پر موټر کنټرول له لاسه ورکړ او پوليسو په داسې حال کې ونيو چې بې هوښه شوی و. د ځايي پوليسو يوې کمېشنرې ويلي چې د سنډرسن په موټر کې يې يوه چاړه هم موندلې او د عدلي طب تر څېړنو وروسته به يې د مړينې لامل اعلان کړي. سنډرسن له خپل بل ورور سره يو ځای تېره چهارشنبه د واکاوا سيمې په ديارلسو مختلفو موقعيتونو کې پر خلکو د چړو بريدونه کړي وو چې له کبله يې لس تنه مړه او پنځلس نور ټپيان شوي وو. د پېښې لس ټپيان لا هم روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. د پېښې د يوه بل مشکوک بريدګر جسد د تېرې يکشنبې په ورځ موندل شوی و.






































