د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې افغان سوداګرو د پاکستان د تعرفې لوړولو له امله په تازه مېوو بار سلګونه موټر له دغه هېواد سره د سپین بولدک ـ چمن پوله کې درولي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان پر پنځه قلمه تازه مېوو باندې تعرفه څو برابره لوړه کړې ده. الکوزي وویل چې پاکستان تر دې مخکې کله ناکله د ‘آر ډي ټکس’ په نوم مالیه اخیستله، خو د نوموړي په وینا افغانستان تر دې مخکې له یادې تعرفې څخه معاف و. نوموړي وویل چې تر دې مخکې له افغانستان څخه پاکستان د انګورو یو ټن صادراتو کې له ۱۱زره څخه تر ۲۰زره پوره لګښت راته چې اوس دغه لګښت له۸۰ زره څخه تر ۹۰ زره پوري لوړ شوی دی. د ده په خبره چې د پاکستان د یاد کار له امله افغان سوداګرو له تېرو څو ورځو راپدېخوا په تازه مېوو بار سلګونه موټر له دغه هیواد سره پر پوله درولي دي. نوموړي اندېښنه وښودل چې په موټرو کې د افغان سوداګرو بار تازه مېوه د خرابېدو له ګواښ سره مخ ده.





























