پاکستان کې نن د انګلستان د ملکې دويمې اليزابېت د مړينې په مناسبت ملي ماتم روان دی. د پاکستان د لومړي وزير دفتر امر کړی چې د دغه هېواد بيرغ دې په ټول هېواد کې نيمه ځوړند وي. لندن کې د پاکستان سفارت ويلي چې دوی د ملکې اليزابېت د مړينې له کبله د بريټانيې له حکومت او خلکو سره د غمشريکۍ لپاره نن ملي ماتم اعلان کړی دی. اليزابېت د شلمې پېړۍ په شپږمه لسیزه کې د پاکستان د ملکې حيثيت هم درلود. نوموړې څلور ورځې وړاندې د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه او زوی يې درېيم چارلز رسما د بريټانيې پادشاه وټاکل شو. د پاکستان لومړي وزير درېيم چالېز ته د پادشاهۍ مبارکي ويلي او په چارو کې يې ورته د بريا هيله کړې ده.






































