پخواني ولسمشر حامد کرزي افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموريت يا يوناما له سياسي مرستيال ماکس پوتزل سره د نجونو د زده کړو په تړاو خبرې کړې دي. د کرزي له دفتره په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دواړو لورو د افغانستان او سيمې پر حالاتو د خبرو تر څنګ د نجونو د ښوونځيو پر پرانيستل کېدو ټينګار کړی دی. پخواني ولسمشر د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د همکارۍ مننه کړې او د لا ډيرو مرستو هيله يې څرګنده کړې ده. نوموړي د شته ستونزو د حل لپاره د بين الافغاني مذاکراتو پر دوام هم ټينګار کړی دی.





























