د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي چې هیواد یې د شانگهای همکاریو سازمان سره د یو ځای کیدو لپاره لومړني گامونه اخیستي دي. سږ کال شانگهای همکاریو سازمان کې د ایران عضویت ومنل شو او د بیلاروس د غړیتوب چارې هم پیل شوې خو افغانستان د ناظر غړیتوب لرلو سره د سمرقند له سرمشریزې غایب و. د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې رامنځته شوی، روسیه، چین، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان او هندوستان یې رسمي غړي دي. افغانستان، بیلاروس، ایران او منګوليا په دغه سازمان کې د ناظر دریځ لري او آذربایجان، ارمنستان، کمبودیا، ترکیه او سریلانکا يې همکاران دي. بايد وويل شي چې د افغانستان شپږ ګاونډي هېوادونه د ياد سازمان اصلي غړي دي.






































