افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموريت يا يوناما سياسي مرستيال مارکوس پوتزل په کابل ښار کې د نجونو له يوه لومړني ښوونځي ليدنه کړې ده. يوناما ويلي چې پوتزل د ياد ښوونځي له زده کوونکو سره ژمنه کړې چې د نجونو پر زده کړو د لګېدلو محدوديتونو د لرې کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي څو راتلونکی کال په ټول افغانستان کې د نجونو هېڅ ښوونځی تړلی پاتې نه شي. پوتزل له ښځينه زده کوونکو سره دا ژمنه په داسې حال کې کړې چې د ا.ا له لوري د نجونو پر زده کړو لګيدلي محدوديتونه پرون يو کلن شول. د ا.ا چارواکي که څه هم وايي چې ډير ژر به د نجونو ټول ښوونځي پرانيزي، خو دا نه وايي چې ډير ژر به يې څومره وخت ونيسي. د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو دوام په کور د ننه او نړيواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوی او د ا.ا اعتماد ته يې دروند زيان اړولی دی.





























