اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ يا يو اېن اېچ سي ار چارواکي وايي چې په پاکستان کې وروستيو اورښتونو او سيلابونو افغان کډوال هم سخت ځپلي دي. د دې ادارې وياند قيصر اپريدي ويلي چې پاکستان کې مېشت شاوخوا اته سوه زره افغان کډوال د وروستيو سيلابونو له کبله په يو نه يو ډول زيانمن شوي دي. اپريدي ويلي چې د کډوالو عالي کمېشنرۍ له زيانمنو شويو افغان کورنيو سره نغدي مرستې پيل کړې او هڅه کوي چې د اړتيا وړ توکي هم ورته برابر کړي. پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ وياند ويلي چې د امريکا متحدو ايالتونو ورسره د تازه مرستو ژمنه هم کړې چې د يادو مرستو په ور رسېدو سره به د زيانمنو شويو افغان کډوالو ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.






































