د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې د رسنیو او دولتي ادارو ستاینغونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې مغرضې کړۍ او استخبارات په دې لګیا دي چې افغانستان نړۍ ته د ترورېزم مرکز ور معرفي کړي. هغه زیاته کړه، ځینې مغرضې کړۍ شته چې غواړي افغانستان په انزوا کې وساتي. متقي وویل، نړۍ ته يې ویلي چې د افغانستان بې ثباتي د هیچا په ګټه نه ده. ده وویل افغانستان کې امن راغلی او ټولو ته د مثبتو اړیکو پیغام ورکړل شوی.





























