بلوچستان کې د پاکستاني پوځ يوه چورلکه نسکوره شوې چې له کبله يې څلور پوځيان او دوه پيلوټان مړه شوي دي. د پاکستان پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې چورلکه يې تېره شپه د بلوچستان په هرنايي سيمه کې نسکوره شوې ده. سرچينې په دې اړه ډير جزيات نه دي خپاره کړي او يوازې دومره يې ويلي چې الوتکه د ماموريت پر مهال نسکوره شوې ده. د يادونې وړ ده چې د بلوچستان ازادي غوښتونکو پوځ له کلونو راهيسې د اسلام اباد د دوه ګوني چلند له کبله د خپلواکۍ مبارزه او د پاکستان پر پوځ مرګوني بريدونه کوي. لا څرګنده نه ده چې د پاکستاني پوځ د چورلکې په نسکوريدو کې هم بلوڅ مبارزين لاس لري او که څنګه.






































