د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي د هغو کسانو پر ضد د پرېکنده ګامونو د پورته کېدو امر کړی چې د يوې کردۍ پېغلې د وژل کېدو په غبرګون کې پيل شويو لاريونونو کې ګډون کوي. رييسي پرون شپه په يوه ټلويزيوني وينا کې له هغو کسانو سره د جدي چلند د کېدو امر کړی چې د ده په وينا بلوا کې برخه اخلي. نوموړي وويل چې د خلکو خونديتوب يې د نظام سره کرښه ده او په خبره يې چې هېچا ته به له يادې سرې کرښې د اوښتو اجازه ور نه کړي. د ايران ولسمشر وويل چې ملت يې د کردۍ پېغلې په مړينې خواشينی دی او ډاډ يې ورکړ چې محاکم او د عدلي طب متخصصين به يې د وژل کېدو د څرنګوالي د مالومولو لپاره څېړنې وکړي. رييسي وويل چې لاريونونه د خلکو حق دی خو ټينګار يې وکړ چې بلوا ته بايد د لاريون نوم ونه کارول شي. هغه ايران کې روان اعتراضونه او لاريونونه بلوا وبلل.






































