اوکرایني پوځیانو د مسکو له لوري د اشغال شویو سیمو د ازادېدو لپاره ځوابي بریدونه زیات کړې دي چې روسیي ځواکونه یې په ځینو سیمو کې له ماتې سره مخامخ کړې دي. دې بدلون د امریکا ولسمشر جو بایډن دې ته اړ کړ چې خبرداری ور کړي چې د کرملین له لوري د اټومي وسلو د استعمال خطر په تېرو شپږو لسیزو کې تر بل هر وخت زیات شوی دی. ولسمشر پوتین چې نن خپله اویایمه کلیزه نمانځي وویل، پر دغو سیمو د اوکرايین برید ته مسکو په دې سترګه ګوري لکه په روسیې چې حمله کوي او د خپلې دفاع لپاره به له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.






































