د اوکراين په پلازمينه کې نن سهار د درنو چاودنو غږونه اوريدل شوي دي. رسنيو په لومړنيو راپورونو کې ويلي چې ښايي روسيې تر اوږده ځنډ وروسته پر کيېف بيا د توغنديو بريدونه کړي وي. چاودنې د کيېف په مختلفو سيمو کې شوې او په خواله رسنيو کې خپرو شويو ويډيوګانو کې ځينې ودانۍ ښکاري چې لوګي ترې پورته کيږي. په چاودنو کې د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر هم ورکړل شوی خو د کره شمېرو د اعلانولو لپاره يې وخت غوښتل شوی دی. کيېف ښار کې دا چاودنې تر هغې وروسته دي چې د روسيې او کريميا پر نښلوونکي پله د موټر بم چاودنه وشوه. د روسیې ولسمشر ولاديمير زلينسکي د چاودنې پړه پر اوکراين ور واچوله او ادعا يې وکړه چې اوکرايني استخباراتو يې د يوې مهمې زيربنا د ويجاړولو هڅه کړې ده.





































