په ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازي په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د دې هېواد په پایتخت کیېف او ګڼ شمېر نورو ښارونو د روسیې تازه بریدونه وغندي. سرګې کایلاستیا همدرانګه وغوښتل چې د روسیې لخوا د اوکراین د څلورو سیمو الحاق دې هم په رسمیت نه پيژندل کیږي. د اوکراین استازي په خپلو خبرو کې وویل چې په ټول اوکراین تازه د روسیې لخوا ۸۴ توغندي او تر شلو ډیرو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه شوي چې ګڼ شمیر کسان پکې وژل شوي او ډیرې سیمې له منځه تللي دي. کایلاستیا زیاته کړه چې د برېښنا اړوند تاسیسات، د خلکو د اوسیدو ودانۍ، ښوونځي، پوهنتونونه، موزیمونه او سړکونه هغه ځایونه دي چې د روسیې په هوایي بریدونو کې تبا شوي او د روسیې د دفاع وزارت دا بریدونه مشروع بولي.





































