د وينزويلا په لاس تيجرياس ښارګوټي کې د ځمکښويېدنې له کبله د وژل شويو شمېر ۳۶ تنو ته رسيدلی دی. رسنيو ويلي چې په وژل شويو کې دوه ماشومان هم شامل دي. دغه راز لسګونه تنه نور لا هم تري تم دي چې د وينزويلا د بېړنيو خدمتونو شاوخوا زر تنه کارکوونکي يې د موندنې په عملياتو بوخت دي. وينزويلا کې د ځمکې ښويېدنې له کبله د تلفاتو شمېر پرون ۲۵ تنه ښودل شوی و خو د کورنيو چارو وزارت يې ويلي چې تازه يې يوولس نور جسدونه هم له خاورو را ايستلي دي. ياد هېواد کې د ځمکې ښویېدنې دا پېښه د سختو اورښتونو له کبله رامنځته شوې او ويل کيږي چې د لاس تېجرياس ښارګوټي بنسټيز تاسيسات يې په بشپړه توګه نړولي دي. د دې پېښې له کبله په وينزويلا کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.





































