د اوکراین ولسمشر ولادیمر زلینسکي ویلي چې د دوی پر برېښنايي تاسیساتو د روسیې د بریدونو له کبله څلور نیم میلیونه اوکرایني وګړي له برېښنا محروم شوي دي. نوموړي ویلي، روسیې د انرژۍ ترهګرۍ ته مخه کړې او دا په روانه جګړه کې د دوی کمزوي ښيي. د زلینسکي په خبره، روسیه نه شي کولی په جګړه کې اوکراین ته ماتې ورکړي، خو غواړي په دې ډول کړنو سره اوکراینان د ژوند له اسانتیاوو محروم کړي. د اوکراین ولسمشر یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې روسیې د اوکراین د حرارتي انرژۍ نیمايي برخه زیانمنه کړې.





































