د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د یوه برید پر مهال درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي. رسنیو ویلي چې دغه برید پرون د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په نورک سیمه کې د پوځ د ماینونو او بریدونو مخنیوي موټر باندې شوی دی. د پاکستان پوځ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو یوې امنیتي سرچینې د دغه هېواد رسنیو ته ویلي چې برید کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل د پوځ له موټر سره جنګولی چې له امله یې چاودنه رامنځته شوې ده. تر اوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.





































