راپورونه وايي مسکو او تهران پر یوې هوکړې سلا شوي چې له مخې یې روسیې ته زمینه برابرېږي څو په ایران کې ډیزاین شوې بې پېلوټه الوتکې تولید او په اوکراین کې یې د جګړې لپاره وکاروي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د درېیو امریکايي چارواکو د مرکو پر اساس چې له دې موضوع خبر دي، دغه راپور ورکړی دی. د دوی په وینا دغه هوکړه د دې میاشتې په لومړیو کې د یوې کتنې پر مهال وروستۍ شوې ده. دغو سرچینو ویلي تهران دا مهال مسکو ته د دغو الوتکو د تولید لپاره د ډیزاینونو او کلیدي پرزو په ورسپارلو بوخت دی.





































