د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې دواړو لوریو دغه راز په دې لیدنه کې د سیمې پر وضعیت په تېره بیا د سولې او روغې جوړې پر پرمختګ او څرنګوالي هم بحث کړی دی. پاکستان وروسته له هغه ظاهراً د افغان سولې په تړاو هڅې پیل کړې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته په لېږلي لیک له یاد هېواده د افغان سولې برخه کې د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې چین هم په دې وروستیو کې له پاکستانه غوښتنه کړې چې د افغان سولې برخه کې ریښتینې هڅې او همکارۍ وکړي.