راپورونه وایي چې د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني د افغان حکومت په غوښتنه نن سهار کابل ته را رسېدلی دی. نوموړي کابل ته له رسېدو سره سم د هېواد د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره لیدلي دي او تمه ده چې له ولسمشر غني او اجراییه رییس سره هم وګوري. د ایراني رسنیو د راپورنو له مخې په یاد پلاوي کې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز هم شامل دی. شمخاني په دې لیدنه کې له وسله والو طالبانو سره خپلو اړیکو ته په اشارې، منلې چې دوی له یادې ډلې سره محدودې اړیکې درلودې او لري یې. هغه زیاته کړې د دوی اړیکې د کومې بلې موخې لپاره نه بلکې د دې لپاره دې چې په افغانستان کې موجودو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او دوی به دې اړیکو ته دوام ورکړي. په دې لیدنه کې دغه راز دواړو لوریو پر افغان سوله، د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت هم خبرې اترې کړې دي. شمخاني تر دې مخکې پاکستان ته هم تللی و او ویلي یې دي چې پاکستان ته یې د سفر موخه د افغان سولې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا وه.