ولسي جرګه وایي حکومت باید د کابل د خونړي برید په اړه هر اړخیزې او جدي څېړنې وکړي. د کابل وروستي خونړي برید د ولسي جرګې غړي سخت اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د دې برید د پلانېدو د ځای او د پیښې د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې څېرنې وکړي. د یادې جرګې غړیو نن په خپله عمومي ناسته کې وویل چې د ټولګټو وزارت او د شهېدانو د واریثینو پر معینیت باندې د ناڅرګند برید په اړه دې خلکو ته وضاحت ورکړل شي او د دې پېښې عاملین باید مشخص شي. د تېرې دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل کې د شوي برید له امله د ۱۳مېرمنو په ګډون ۴۳ ملکي او نظامي کسان ووژل شول چې پړه یې تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.