د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي چې روسیه په اوکراین کې ناکامه ده او زیاته کړه یې ده چې اروپايي مشران له اوکراین لا زیاتې مرستې کوي تر څو د دغه هېواد خلک د ژمي په را رسېدو سره د سون توکو، برېښنا او خوراکي توکو له کمښت سره مخ نشي. سټولټنبرګ چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې یې خبرې کولې ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په جګړه کې ناکام دی. نوموړي ویلي، ناټو به له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او ټینګار یې کړی چې د ناټو متحدین به له اوکراین سره بې مخینې پوځي او نورې مرستې وکړي.





































