د پاکستان د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې له وسلهوالو سره په نښته کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او د یوه افسر په ګډون دوه نور ټپیان دي. دغه پېښه د لکي مروت په درګه سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو ویلي چې دوی د وسلهوالو پر یوه پټنځای د عملیاتو پر مهال تر برید لاندې راغلي چې په ترڅ کې یې دغه مرګژوبله رامنځته شوې ده. تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو له دې وړاندې یاده سیمه کې د ډېری شویو بریدونو مسوولیت پاکستاني ط البانو منلی دی. د پاکستان لومړي وزیر پر یاده پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې ترهګري لا هم د دغه هېواد لپاره یوه ستره مسله ده او دوی به یې پر وړاندې درېږي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم یاده سیمه کې د یوه وسلهوال برید پر مهال شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.





































