د ايټاليا په ايسکيا ټاپو کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې د ښویدو په پېښه کې اته کسان وژل شوي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې د ځمکې ښویدنې له امله د یو نوي زیږیدلي ماشوم په ګډون ۱۳ تنه لادرکه شوي هم دي. د دې ټاپو د شپږو ښارګوټو له ډلې څخه په کازامیچیولا ترمه ټاپو کې د ځمکې ښویدو له امله یو کور ویجاړ شوی او څو موټرونه په سمندر کې ډوب شوي دي. چارواکو د دې ټاپو د نورو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او په ځپل شوې شوې سیمه کې د ژغورنې عملیاتو پر وړاندې خنډ نشي.





































