ولسمشر غني د ايران د ملي امنيت له سلاکار سره په ليدنه کې ويلي، د هر هغه اقدام هرکلى کوي چې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره ګټور وي. له ارګه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني سره کتلي دي. سرچينه کاږي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو او مناسباتو د لا پراختیا، د افغانانو پر رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه کې د سیمه ییزې اجماع د ارزښت او د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې. سرچينه زياتوي، ولسمشر غني په افغانستان کې سوله د سیمې د ثبات کیلي وبلله. ولسمشر ویلي، دوی د تلپاتې او با عزته سولې په برخه کې د هر هغه اقدام هر کلی کوي چې افغانان خپلې دغه هیلې ته رسولی شي. ایران هم ویلي چې دوی په دې برخه کې همکاري کوي او د افغانستان سوله د سیمې د ثبات لپاره مهمه بولي.