افغان جګړه له نظامي لارو ګټونکی نه لري. په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان پخپله نوې مرکه کې ویلي، دوی په نظامي ډګر کې د فشار له لارې بریالي شوي چې طالبان د سولې خبرو ته قانع کړي، خو دا باید ومنو چې د افغانستان روانه جګړه له نظامي لارو ګټونکی نه لري. دده په وینا د سیاسي حل په برخه کې شپږ یا ۱۲ میاشتې مخکې د اوسني پرمختګ شاهدان نه وو، نو له همدې امله ویلی شو، چې نظامي فشارونه د سیاسي مذاکراتو لپاره ګټور دي. سکاټ مېلر ویلي دوی لا هم مطمن نه دي، چې طالبان به رښتیا هم د سیاسي حل له لارې افغان جګړه ختمه کړي نه، خو دوی به تر هغه نظامي فشار ته ادامه ورکوي، څو افغانستان ته ثبات نه وي راغلی. په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم ویلي، چې په افغانستان د روانې جګړې د سیاسي حل لپاره هڅې روانې دي، خو د جګړې په ډګر کې به د ناټو ملاتړ او د افغان ځواکونو فشارونه لا هم دوام ولري.