نیویارک ټایمز ورځپاڼه د افغانستان د ټاکنو د ځنډ په اړه په یوه مطلب کې لیکي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ځنډ د سولې له خبرو سره اړیکه لري. ورځپاڼه کاږي امریکا غواړي له طالبانو سره تر ټاکنو مخکې یوې پایلې ته ورسېږي نو له همدې امله ښايي ټاکنې ځنډول شوې وې. ورځپاڼې ته په هېواد کې د ځینې سیاسي ګوندونو مهمو غړو هم ویلي چې د ټاکنو د ځنډ یو لامل د کمیسیون بې نظمي او بل یې د سولې خبرې دي. تر دې وړاندې هم د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني غوښتي وو، چې راتلونکې ټاکنې وځنډوي، خو ارګ دغه راپورونه رد کړي وو او ویلي یې وو، چې د افغانستان ټاکنې به په خپله ټاکلې موده ترسره کېږي. خو پرون ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ، چې د ځینو ستونزو له امله راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ځنډول کېږي.