دا خبر د چین د کمونیست کوند د مرکزي کمېټې، د چین د ملي ولسي کانګرېس د دایمي کمېټې، د چین د ولسي جمهوریت دولتي شورا، د چین د خلکو د سیاسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې، د کمونیست ګوند او د چین د ولسي جمهوريت نظامي کمیسیونو له خوا د ۲۰۲۲ میلادي کال د نوامبر په ۳۰مه د چهار شنبې په ورځ په ګډه بیانیه کې اعلان شوی دی.
سرچینې ويلي د دغه هېواد پخوانی ولسمشر جیانګ ځه مین د بېجینګ پروخت د ورځې په ۱۲ بجو او ۱۳ دقیقو د ۹۶ کالو په عمر وفات شو.
سرچینې ويلي چې نومړی د وینې په سرطان اخته و او په شانګهای کې يې د بدن د یوه غړي د فعالیت پرېښودو له امله ساه ورکړې ده.
دغه بیانیه د کمونیست ګوند ټولو غړو، د پوځ سرتېرو او د چین خلکو ته په خطاب د ټولو قومونو له خوا صادره شوې ده.
په بیانیه کې دغه راز اشاره شوې، ملګری جیانګ ځه مین یو پياوړی بهر چې د ټول ګوند، پوځ او د چین د ټولو قومونو د خلکو د ده پر لوړ باور اعتراف درلود.
هغه د اوږدې مودې لپاره د یوه پياوړي لوی مارکسیست، یوه انقلابي او تکړه پرولتاریا، سیاست وال، پوځي سټراټژيست، ډيپلوماټ او ازمویل شوي کمونیست مبارز، د سوسیالیزم لویو هیلو ته د رسېدو په ځانګړې توګه چینایانو غورځنګ رهبري پرغاړه درلوده.
هغه د چین د کمونیست ګوند د رهبرۍ له ډلې د درېيم نسل هسته وه او د «درې استازي» نظريې اصلي بنسټګر ګڼل کېږي.