د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ هلته له امریکايي عسکرو سره کتلي دي او ددوی ماموریت یې بریالی بللی دی. هغه په عراق کې امریکايي عسکرو ته د وینا پر مهال له سوریې د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه له کړې پرېکړې دفاع کړې ده. ده ویلي امریکا ژمنه کړې وه، چې داعش ډله به ماتوي، نو اوس چې دغه ډله ماته شوې ده په سوریه کې امریکايي ځواکونو ته اړتیا نه لیدل کېږي. نوموړي ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ پر ضد به د امریکا جګړه روانه وي او په دې برخه کې به خپلې هڅې نورې هم ډېروي. ټرمپ او میلانیا له امریکايي عسکرو سره د لیدنې پر مهال دا هم ویلي چې دوی د ترهګرۍ ضد مبارزه کې بریالي دي او ټول امریکايي عسکر به د ترهګرۍ تر ختمولو وروسته خپل هېواد ته ستنېږي.